د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د صنايعواو معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت او د هه بۍ ولايت د حکومت په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال د چين د ډيجيټلي اقتصاد نړيوال نندارتون د اکتوبر په يوولسمه نېټه د هه بۍ ولايت په شي جيا جوانګ ښار کې پرانيستل شو چې عمده موضوع يې د ډيجيټلي اقتصاد تر لارښوونې لاندې د باکيفيته اقتصادي پرمختګ موندل دي.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې مناسبت ياد نندارتون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې پر دې ټينګار کړی چې د چين حکومت ډيجيټلي اقتصاد ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د نوښت،همغږۍ،ورخلاصون او د معلوماتو د شريکولو په نوم د نويو پرمختيايي افکارو تر لارښوونې لاندې په فعاله توګه د اړوندو چارو د ډيجيټلي کېدو، د ډيجيټلي اقتصاد او واقعي اقتصاد د پيوستون او د باکيفيته اقتصادي پرمختګ د موندلو لپاره هڅې کوي. نوموړي هيله ښودلې چې د نندارتون برخه وال استازي به د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا په هکله د نظريو تبادلې وکړي او د ډيجيټلي اقتصاد د پرمختګ په باب به بحثونه وکړي تر څو نړيوال ترې ګټې واخلي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |