CRI Online

شي جين پينګ د نيپال په رسنيو کې يوه ليکنه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-11 15:57:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پيڼګ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه له نيپال څخه تر خپلې رسمي ليدنې مخکې د دغه هېواد په (( ګورخا پترا، ريسينګ نيپال او کنډيپور )) ورځپاڼو کې (( خپل دوست د هيماليا غر له لارې نوې مرحلې ته بيايو)) يوه ليکنه خپره کړه.

نوموړي په ياده ليکنه کې ويلي، چې په ۱۹۵۵ کال کې چين او نيپال خپلمنځي ديپلوماتيکې اړيکې جوړې کړې، له هغه وخت راهيسې دواړو هېوادونو تل يو د بل متقابل احترام، اعتماد او ملاتړ کړی، د دغو دوو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ مساوات، دوستانه همکاري او ګډې ګټې د نورو هېوادونو لپاره بېلګه ګرځېدلې ده. چين او نيپال يو بل ته په متقابل احترام اعتماد لرونکي ملګري او د ګډو ګټو لرونکي همکاران دي، دواړه داسې ګاونډي هېوادونه دي چې له يو بل څخه زده کړې کوي او يو له بل سره مرسته کوونکي وروڼه دي. دواړه هېوادونه بايد ستراتيژيکي تبادلې ژورې کړي، کاري همکارۍ دې پراخې، کلتوري تګ راتګ دې زيات کړي او امنيتي همکارۍ دې ټينګې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای