د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په لسمه نېټه وويل چې په دې وروستيو کلونو کې ترکيې د سوريې په شمال ختيځ کې د وسله والو کردانو د له منځه وړلو په موخه پوځي عمليات تر سره کړي،امريکا غواړي چې د ترکيې او وسله والو کردانو ترمنځ د اختلافونو د حل وفصل لپاره منځګړيتوب وکړي.د دې ترڅنګ هغه خبرداری ور کړ چې که ترکيه د امريکا له بنسټيزې کرښې څخه پښه واړوي،نو امريکا به ورباندې بنديزونه ولګوي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د همدې ورځې په مازديګر په سپينې ماڼۍ کې خبريالانو ته په خپلو خبرو کې هيله وښودله چې امريکا د ترکيې او وسله والو کردانو ترمنځ د اختلافونو د حل وفصل لپاره منځګړيتوب وکړي،خو د دې ترڅنګ داهم وويل چې ترکيه د امريکا پر بنسټيزې کرښې ښه پوهيږي،که ترکيه له دغې کرښې څخه پښه واړوي، امريکا ښايي ور باندې د پولي بنديزونو په شمول کلک بنديزونه ولګوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |