د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق صدراعظم عبدالمهدي د اکتوبر په لسمه نېټه د دې هېواد په ځينو ځايونو کې له لاريونونو سره د حکومت د برخورد له امله په کابينه کې اصلاحات راولي.د دې ترڅنګ د عراق پارلمان په همدې ورځ د رايې ورکونې له لارې د پوهنې او روغتيا دوو نوماند وزيرانو ته د باور رايه ور کړه.
د عراق صدراعظم عبدالمهدي د اکتوبر په نهمه نېټه په تلويزيوني وينا کې د دې هېواد له پارلمان څخه غوښتنه وکړه چې د يادې کابينې د اصلاحاتو لپاره نوماند وزيرانو ته د باور رايې ور کړي.تر هغه وروسته هغه د اکتوبر په لسمه نېټه د پوهنې او روغتيا د نوماند وزيرانو په شمول پنځه نوماند وزيران پارلمان ته ور وپېژندل، خو د دې هېواد ملي تلويزيون خبر ور کړ چې د عراق د پارلمان د مشر محمد الخلبوسي تر مشرۍ لاندې په يوه غونډه کې يوازې د پوهنې او روغتيا نوماند وزيرانو ته د باور رايه ور کړل شوه او پاتې درې نوماند وزيران ونه توانيدل چې د جرګې غړو د باور رايه تر لاسه کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |