CRI Online

چين د پانګونې د اسانېدو وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-10-11 17:11:53
چين د پانګونې د اسانېدو وړانديز وکړ

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د ۲۰۱۹ کال عامه فورم د اکتوبر له اتمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې په ژنيو کې ترسره شو. په دې نړيوال سازمان کې د چين دايمي پلاوي د ياد عامه فورم په ترڅ کې د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د پانګونې په برخه کې د اسانتياوو برابرولو په اړه يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه.

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين دايمي استازي جانګ شيانګ چن زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، چين د ياد نړيوال سازمان د عامه فورم په ترڅ کې د پانګونې د اسانتياوو په هکله يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه، ځکه چې اوس د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عادي خدمتونه له ستونزو سره مخ دي او ډېر غړي يې اندېښمن دي. د چين دغه مباحثوي غونډه د دې نړيوال سازمان د کارونو د هڅولو رول لري. په عين وخت کې چين غواړي د نړيوالې سوداګرۍ او د نورو غړو د علاقې وړ موضوعاتو په هکله ځيني بحثونه ترتيب کړي چې د نړۍ له بدلون او پرمختګ سره سمون خوري. د پانګونې په برخه کې د اسانتياوو برابرونه د نړيوالې سوداګرۍ په ساحه کې يوه د پاملرنې وړ موضوع ده او چين د دې موضوع د بحث په ترڅ کې لارښوونکی رول لوبولی دی. ښاغلي جانګ شيانګ چن وويل

((د پانګونې اسانتيا د هڅولو ګروپ له ۱۷ غړو څخه جوړ شوی او د دې مباحثوي غونډې په ترڅ کې يې د مرکزيت رول درلود. چين د دې ګروپ لارښوونکی دی. د دې ګروپ غړو لومړی د مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل او تر موافقې وروسته يې په ډېرو پراخو خبرو اترو کې لارښوونکی رول لوبولی دی. د دې غونډې له جوړولو څخه د چين موخه دا ده چې د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه زموږ ۴۰ کلنې تجربې له نورو غړو سره شريکې کړو او دوی ورته تدبيرونه هم نيولی شي. مثلاً د پانګونې په برخه کې د چارو ګامونه اسان کړي تر څو د پانګونې بېلا بېلې ادارې لا سپيڅلې او اړوندې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي. د دغو تدبيرونو په نيولو سره به په پرمختيايي هېوادونو کې پانګې زياتې شي او د ځايي اقتصاد پرمختګ به هم وهڅول شي. ))

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين دايمي استازي جانګ شيانګ چن وويل، د اسانې پانګونې وړانديز د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې وړاندې شوی او د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لخوا يې هر کلی شوی دی. تر اوسه پورې د ځينو پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو په شمول څه باندې ۸۰ غړو په اړوندو بحثونو کې ګډون کړی. زموږ اصلي موخه د پانګونې د اسانېدو په اړه يو څواړخيز چوکاټ جوړول دي، د دې موخې د عملي کېدو لپاره بايد ګام په ګام کوښښونه ترسره شي. سفير جانګ دې ته اشاره وکړه چې د پانګونې اسانتيا له ګټور فرصت او ننګونې سره مخ ده. هغه وويل

((ګټور فرصت دا دی چې د نړيوال کېدو له پرمختګ سره اوس ډېرې پانګې پرمختيايي هېوادونو ته روانې دي او په عين وخت کې پرمختيايي هېوادونه دغو پانګو ته اړتيا لري. پر وړاندې يې عمده ننګونې دا دي چې ځيني پرمختيايي هېوادونه په څواړخيزو خبرو اترو کې د دغې موضوع د بحث په اړه اندېښنې لري. نو موږ بايد د دوي د انديښنو د کمولو او د پانګونې له اسانېدو څخه د دغو هېوادونو د ګټو اخيستلو لپاره ګام په ګام کوښښونه ترسره کړي. باور لرو چې زموږ موخه به هرومرو عملي کېږي.))

جانګ شيانګ چن زياته کړه چې د پانګونې د اسانېدو وړانديز د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې لپاره هم هڅوونکی رول لوبوي. هغه وويل

((د پانګونې د اسانېدو، پيوستون او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ترمنځ نږدې اړيکې شته او ګډه موخه يې دا ده چې له نړيوالې ټولنې سره د ګډ پرمختګ لپاره له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته کول دي. موږ غواړو زموږ تجربې له نورو سره شريکې کړو او د ګډو ګټو د ساتلو لپاره يو نړيوال چوکاټ ته هم اړتيا لرو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای