CRI Online

چين او امريکا بايد د خپلمنځي سوداګريزې مسئلې د حل لپاره عملي کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 16:03:48
چين او امريکا بايد د خپلمنځي سوداګريزې مسئلې د حل لپاره عملي کوښښونه وکړي

د چين د مرکزي ټلويزيون او راډيو عمومي سټېشن د اکتوبر په دوولسمه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: بايد پر دې ټينګار وشي چې د ګډو نظرونو د لټولو په ترڅ کې توپيرونه رامنځته کېږي او د اړوندې مسئلې د حل لپاره دې عملي کوښښونه ترسره کېږي.

په دې تبصره کې راغلي، د چين او امريکا ترمنځ داقتصاد او سوداګرۍ د نوي پړاو جګپوړې خبرې اترې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په واشنګټن کې پای ته رسېدلې. دواړو خواوو په دغو خبرو اترو کې عملي پرمختګ تر لاسه کړی او راتلونکې سلامشورې يې هم ترتيب کړې، دغه نتيجه د قناعت وړ ده. دواړو خواوو په دغو خبرو اترو کې د تجارتي اصطکاک د لا نور سختېدو د مخنيوي لپاره عملي رويه غوره کړې.

په دې تبصره کې راغلي، چين او امريکا بايد خپلمنځي همکاري وساتي، که يو له بل سره جنجال وکړي، نو دواړو خواوو ته به زيانونه ورسول شي. چين غواړي په سړه سينه د خبرو اترو له لارې اړوندې مسئلې حل کړي، خو د مهمو اصلي مسئلو په هکله به هېڅ سازش و نه کړي. پروا نه لري چې وضعيت څنګه بدلېږي، چين به خپل اصلاحات ژور او ورخلاصون پراخ کړي او د اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ د عملي کېدو لپاره به کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای