CRI Online

شي جين پينګ د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 16:05:53

شي جين پينګ د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په چينای کې د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، ډېر خوشحاله يم چې د لومړي وزير مودي په بلنه د هند د تاميل نادو ايالت ته راغلی يم او د دې هېواد په اړه به زما پېژندنه لا زياته شي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د تاميل نادو د ايالت او چين ترمنځ تبادلې اوږد تاريخ لري او د ورېښمو د لرغونې لارې په اړه پر سمندر باندې د توکو د ليږدولو يو تمځای هم و. دواړه خواوې بايد د چين او هند ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې په کارولو سره په پراخه او ژوره توګه خپلمنځي تبادلې وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره هڅوونکی رول ولوبوي.

مودي وويل، هند او چين لرغوني او ژور تمدنونه لري او پکې شاملې شته پوهې په اوسنۍ نړۍ کې له ډول ډول ننګونو سره د مقابلې لپاره ګټور الهام برابرولی شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای