CRI Online

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ليو هه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 16:18:40

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ليو هه سره وکتل

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي سياسي بيورو له غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي ډيالوګ له چيني مشر ليو هه سره وکتل.

ليو هه لومړی د چين د دولت رئيس شي جين پينګ شفاهي پيغام ټرمپ ته واوراوه. شي جين پينګ په دې پيغام کې دې ته اشاره کړې ده چې په دې وروستيو کې د چين او امريکا تر منځ د اقتصادي ډيالوګ پلاوو تبادلې ساتلې دي او يو بل ته يې ښه پرمختګ تمايل څرګند کړی، د دواړو هېوادونو وګړي او نړيواله ټولنه د دې هرکلي کوي. اوس دواړو خواوو په سلا مشورو کې ځينې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

ټرمپ د شي جين پينګ له شفاهي پيغام څخه مننه وکړه او د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۰مې کليزې په اړه يې يو ځل بيا مبارکي وويله. ټرمپ وويل، د امريکا او چين تر منځ اړيکې په ځواکمنه توګه وده او پرمختګ کوي. زه د چين او شي جين پينګ ډېر درناوی کوي. شي جين پينګ يو ستر مشر دی. زه ډېر خوشحاله يم چې د سلا مشورې په لومړي پړاو کې يو لړ ښه برياليتوبونه رامنځته شوي، دا د امريکا، چين او نړۍ لپاره ډېر ګټور دي. هيله لرم چې دواړه خواوې د سلا مشورې د لومړي پړاو تړون وټاکي او سلا مشورو ته دوام ورکړي. امريکا د چيني محصلينو هرکلی کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای