CRI Online

شي جين پينګ: چين او هند دې يو له بل سره مرسته او يو له بل څخه ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 17:51:08

شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره د کتنې په ترڅ کې وويل، ( ښامار او پيل ګډه نڅا کول ) د چين او هند يوازنی سم انتخاب دی او د دواړو هېوادونو او خلکو له اساسي ګټو سره سمون خوري. دواړه هېوادونه دې په سمه توګه خپلمنځيو توپيرونو ته وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو عمومي حالاتو ته دې زيان ونه رسوي. چين هيله لري چې خپل هېواد ښه پرمختګ ومومي او هند هم ښه پرمختګ ولري. دواړه هېوادونه دې په وخت يو بل سره مؤثر ستراتيژيک تګ راتګ وکړي او په مناسبه توګه دې توپيرونه او د حساسې مسئلې ليرې کړي. دواړه هېوادونه دې د سياسي لارښوونکي اصلي تړون له مخې د سرحدي مسئلې د حلولو لپاره د منلو وړ عادلانه او معقوله تګلاره پيدا کړي.

شي جين پينګ او ناريندرا مودي پر دې ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ توپيرونه دې په ښه توګه کنترول شي. مودي وويل، چې هند او چين دې د لا نژدې دوستانه اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوې زمانه پرانيستل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای