CRI Online

شي جين پينګ: چين او هند دې د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 17:51:21

شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د هند په چينای کې وويل، چين او هند دې په جدي توګه د پوځي او امنيتي همکارۍ او تګ راتګ د پياوړتيا او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې دواړه هېوادونه دې د باور د ټينګښت او د همکاريو د ژورتيا په لاره کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او د مسلکي همکاريو او ګډو تمرينونو په برخو کې دې هڅې وکړي، څو د دواړو پوځونو، امنيتي څانګو او د قانون اجرا کوونکو څانګو ترمنځ متقابل باور او همکارۍ پياوړې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای