CRI Online

شي جين پينګ: د چين او هند ترمنځ د اړيکو ساتنه او پرمختګ د چين ټينګه پاليسي ده

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 17:50:42

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په چينای کې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره په ليدنه کې وويل، د چين او هند ترمنځ د اړيکو ساتنه او پرمختګ د چين ټينګه پاليسي ده. هغه زياته کړه، چې راتلونکي څو کلونه د چين او هند د ملي سمسورتيا لپاره او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دي، دواړه خواوې دې د ستراتيژيکي او اوږدمهالي نظر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ۱۰۰ کلن پلان جوړ کړي او د چين او هند د دوو سترو تمدنونو د بيا سمسورتيا لپاره دې هڅه وکړي.

شي جين پينګ مودي ته يو ځل بيا بلنه ورکړه چې له چين څخه ليدنه وکړي. مودي څرګنده کړه چې له شي جين پينګ سره دوستۍ ته په درنښت ګوري، هيله لري چې داسې ګټورې او مؤثرې ستراتيژيکې تبادلې نورې هم ټينګې شي، بيا چين ته سفر وکړي او له شي جين پينګ سره وګوري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای