CRI Online

چين او هند به په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا نژدې همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 17:53:22

شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د هند په چينای کې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره کتنه وکړه او دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه به په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا نژدې همکارۍ وکړي، په ګډه به نړيوالې ننګونې ليرې کړي او د پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه به وساتي.

شي جين پينګ وويل، چې چين او هند بايد د ښکاره بيرغ په اوچتولو سره د م م په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوال قانون پر اساس نړيوال نظام وساتي، بايد په ټينګار سره د څواړخيزې غوښتنې او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزيت د څواړخيزو سوداګريو نظام وساتي او بايدد پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه وساتي. د شلو هېوادونو ډلې، د برکس هېوادونو، د شانګهای همکارۍ سازمان او د چين، روسيې او هند ترمنځ د څواړخيز ميکانيزم په چوکاټ کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږۍ پياوړې شي. دواړه هېوادونه دې د چين او هند ترمنځ د همکاريو پر اساس له جنوبي اسيا، جنوب ختيځې اسيا او افريقا سره همکارۍ پياوړې کړي او په دې سيمه کې دې د متقابل تګ راتګ او پيوستون شبکه بشپړه کړي، څو د دې سيمې د هراړخيزو اقتصادي دوستانه اړيکو تړون ژر لاسليک شي.

مودي وويل، چې هند غواړي له چين سره يو ځای د ياد تړون د لاسليکولو لپاره ګډې هڅې وکړي او متقابل تګ راتګ او پيوستون پياوړی کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای