CRI Online

شي جين پينګ: چين او هند بايد کاري همکارۍ ژورې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 17:53:17

د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په چينای کې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره په ليدنه کې وويل، چين او هند بايد د لوړ پوړي تجارتي ډيالوګ د ميکانيزم د جوړېدو له لارې د دواړو خواوو د اقتصادي پرمختګ ستراتيژۍ سره پيوسته کړي او د توليدي صنعت همکاريزې اړيکې جوړې کړي. چين هرکلی کوي چې د هند د درملو تصدۍ او د معلوماتي تکنالوژۍ تصدۍ په چين کې پانګونه او همکاري وکړي.

مودي وويل، هيله ده چې له چين سره کاري همکارۍ ژورې او پراخې کړي، هرکلی کوي چې چيني تصدۍ په هند کې د توليدي صنعت په شمول په صنعتونو کې پانګونه وکړي.

يادو دوو مشرانو څرګنده کړه چې په راتلونکې کال کې به د چين او هند ترمنځ د رسمي اړيکو د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې لپاره فعاليت او (( د چين او هند د کلتوري تګ راتګ کال )) فعاليت په شانداره مراسمو تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای