CRI Online

شي جين پينګ د هند په چينای کې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-12 21:19:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د هند په چينای کې د دغه هېواد له صدراعظم نارندرا مودي سره کتنه وکړه او د دواړو هېوادونو مشرانو په دوستانه او د خوشحالۍ په فضا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو په شمول د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې تېر کال په وو هان کې زما او ښاغلي صدراعظم ترمنځ له کتنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د سالم او ثابت پرمختګ په لړ کې نوې مرحلې ته ننوتلې او د دغې کتنې مثبتې پايلې ګام په ګام پلي شوې. چين او هند يو د بل مهم ګاونډي هېوادونه دي او په نړۍ کې يوازني دوه هېوادونه دي چې نفوس يې له يو مليارډو څخه زيات دي. د چين او هند ترمنځ د اړيکو ښه ساتنه د چين ټينګه تګلاره ده. چين او هند بايد د اوسنيو حالاتو پر وړاندې د نړۍ د ثبات د ساتلو او د پرمختګ د پياوړتيا په برخو کې لا مهمې دندې پر غاړه واخلي. راتلونکي څو کالونه به د دواړو هېوادونو د ملتونو د بيا سمسورتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره کليدي اهميت ولري، نو موږ بايد له ستراتيژيکه او دايمي لحاظه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو سل کلن پلان طرحه کړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د اړيکو د ټينګېدو لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړو، څو د چين او هند دوه ستر تمدنونه ګډ بيا سمسور شي.

هغه شپږ فقيره ييز وړانديز وړاندې کړ. لومړی، دواړه هېوادونه بايد په سمه توګه متقابل پرمختګ ته وګوري او بايد متقابل ستراتيژيک باور پياوړی کړي. دوهم، دواړه هېوادونه بايد په وخت مؤثر ستراتيژيک تګ راتګ تر سره کړي او بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوری ټينګ شي. درېيم، دواړه هېوادونه بايد په جدي توګه د پوځي او امنيتي تګ راتګ او همکاريو سويه لوړه کړي. څلورم، دواړه هېوادونه بايد د خپلمنځيو مؤثرو همکاريو د ژورتيا او د ګډو ګټو د پراختيا لپاره هڅې وکړي. پنځم، دواړه هېوادونه بايد د بشري کولتور په برخه کې تبادله ژوره کړي. شپږم، دواړه هېوادونه بايد په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا نژدې همکارۍ وکړي.

صدراعظم مودي په دغه کتنه کې يو ځل بيا د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت رئيس شي ته مبارکي وويله. هغه وويل، چې هند د هېواد د سترو برياليتوبونو له امله چين د تحسين کوي. هند او چين د ملتونو د بياسمسورتيا په بهير کې دی او د دواړو هېوادونو پر مخ زياتې ورته ننګونې شتون لري. هند غواړي له چين سره متقابلې زده کړې او مؤثرې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای