په ځايي وخت د اکتوبر د ۱۲مې نېټې په ماسپښين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ کتمندو ته ورسېد او له دغه هېواد څخه په رسمي ليدنې يې پيل وکړ. د نيپال ولسمشرې ويديا ديوي بهانداري پخپله په هوايي ډګر کې د هرکلي شانداره مراسم تر سره کړل. دا د رئيس شي جين پينګ لومړی ځل دی چې له نيپال څخه ليدنه کوي، دا هم په تېرو ۲۳ کلونو کې نيپال ته د چين د دولت رئيس لومړی سفر دی. شي جين پينګ په هوايي ډګر کې په کتبي وينا کې وويل، هيله لرم چې د دې سفر له لارې د چين او نيپال ترمنځ اړيکې لا ژورې شي، خپلمنځي تګ راتګ لا زيات شي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا نورې ګټي ورسول شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |