د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په بريالۍ توګه له هند او نيپال څخه ليدنې وکړې. دا د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې مراسمو له پای ته رسېدو وروسته نورو هېوادونو ته د رئيس شي لومړی سفر دی. شي جين پينګ د هند په چينای کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په دوهمه غير رسمي کتنه کې ګډون وکړ او له نيپال څخه يې رسمي ليدنه وکړه.
هند او نيپال په جنوبي اسيا کې د چين دوه مهم ګاونډي هېوادونه دي. راتلونکی کال د چين او هند ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰مې کاليزې او د چين او نيپال ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۶۵مې کاليزې سره برابر دی. له يادو دوو هېوادونو څخه د رئيس شي رسمي ليدنې نه يوازې متقابل باور ژور کړی، بلکې ګډې ګټې او همکارۍ يې پياوړې کړې دي.
له هند څخه د ده د ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو مشرانو يو له بل سره د نظريو ژورې تبادلې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه بايد په مناسبه توګه توپيرونه ليرې کړي، متقابل ستراتيژيک باور دې ژور کړي او ګډ پرمختګ دې ومومي. چين او هند په نړۍ کې دوه يوازني هېوادونه دي چې نفوس يې له يو مليارډو څخه زيات دي، او د تازه سمسورو اقتصادونو مهم استازي هم دي. نو دواړه هېوادونه دې د سوداګرۍ ساتونکي غوښتنې د سختېدو پر وړاندې ژر تر ژره ( د دې سيمې د هراړخيزو اقتصادي دوستانه اړيکو تړون ) لاسليک کړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو نوي خوځنده ځواک دې برابر کړي.
له نيپال څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د چټک پرمختګ نوې زمانه پرانيزي. دا ۲۳ کاله کېږي چې د چين د دولت رئيس يو ځل بيا له نيپال څخه ليدنه کوي. دغه ليدنه په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مؤثري همکاريو لپاره نوی خوځنده ځواک برابروي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ نوې نقشه طرحه کوي.
يادې ليدنې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې د چين او د جنوبي اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ژورتيا لپاره ګټورې دي او د دې سيمې او حتی د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |