CRI Online

شي جين پينګ د نيپال له ولسمشرې ويديا ديوي بهانداري سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-13 16:09:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د نيپال په پلازمينه کتمندو کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشرې ويديا ديوي بهانداري سره وکتل. دواړو مشرانو اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به په ګډه د ننګونو د ليرې کولو او د ګډو ګټو پر اساس د همکاريو د روحيې په غوره کولو سره د پرمختګ او سمسورتيا په موخه د چين او نيپال ترمنځ ستراتيژيکې دوستانه اړيکې ټينګې کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه دې خپلمنځي سياسي بنسټ کلک کړي او د دايمې پرمختيايي موخې په توګه دې د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي. چين له نيپال څخه مننه کوي چې د يو چين پيژندنې پر تګلاره ټينګار کوي او د اوږدې مودې راهيسې يې له چين څخه کلک ملاتړ کړی دی او کوي يې. چين به په مداومه توګه د خپل هېواد د خپلواکۍ، حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو په برخو کې له نيپال څخه ملاتړ وکړي او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخه کې له نيپال سره د خپل توان په اندازه به مرسته وکړي. دواړه هېوادونه بايد هراړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او له هيماليا غره څخه په تيرېدو سره دې د متقابل تګ راتګ او پيوستون شبکه جوړه کړي، څو په هره ساحه کې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې شي.

ولسمشرې بهانداري له نيپال څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې هر کلی څرګند کړ او د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د۷۰مې کاليزې په مناسبت يې مبارکي وويله. هغې وويل، چې نيپال غواړي د هېواد د پرمختګ په اړه د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي او باور لري چې د چين خلک د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې به د چيني ملت د بيا سمسورتيا هيله پلې شي. دا د نيپال په شمول د دې سيمې د سولې، پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګټوره ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای