CRI Online

چين او هند له ستراتيژۍ لحاظه د دواړو هېوادونو د سل کلن پرمختيايي پلانونه طرحه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-13 16:14:32

د چين او هند د مشرانو ترمنځ دوهمه غيررسمي کتنه د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د هند په جنوبي برخه کې د چينای په ښار کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د هند صدراعظم نارندرا مودي د چين او هند ترمنځ د اړيکو په شمول د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې. دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې چين او هند دې يو د بل درناوی وکړي، متقابلې زده کړې دې وکړي او د ګډ پرمختګ او د چين او هند د دوو سترو تمدنونو د بيا سمسورتيا لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه دې له ستراتيژۍ لحاظه د دواړو هېوادونو د سل کلن پرمختيايي پلانونه طرحه کړي او د چين او هند ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره دې قوي خوځنده ځواک برابر کړي.

لومړی، د دواړو هېوادونو مشرانو په دې اند دي چې دواړه هېوادونه بايد په سمه توګه د يو بل پرمختګ ته وګوري او د متقابل ستراتيژيک باور ژورتيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره کليدي اهميت لري. دوهم، د چين او هند ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ همکاري د دوه اړخيزو اړيکو د بنسټ په حيث ښه راتلونکې لري. بر سېره پردې، په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بشري کولتوري تګ راتګ د نژدې کېدو په حال کې دی. دواړو مشرانو د دغې کتنې په ترڅ کې موافقه وکړه چې په راتلونکي کال کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت په لا پراخه ساحه کې د بشري کولتور په برخو کې لا ژور تګ راتګ وکړي او په ګډه به د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې پياوړې کړي، څو د اسيا تمدن لا روښانه او ځلانده شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای