CRI Online

شي جين پينګ د چين د ماشومانو د مخکښې ډلې د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت دغې ډلې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-13 16:15:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د چين د ماشومانو د مخکښې ډلې د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت دغې ډلې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او د يادې کمېټې په استازيتوب يې د دغې ډلې کابو سل مليونه تنو غړو او د دغې ډلې کارکوونکو ته تودې مبارکي او نيکې هيلې څرګندې کړې.

د چين د ماشومانو مخکښه ډله چې د چين کمونېست ګوند لخوا جوړه شوې او د دغه ګوند تر مشرۍ لاندې ده، د چين د کمونېستي ځوانانو ټولنې تر مستقيمې لارښوونې لاندې د چين د ماشومانو يوه ټولنه ده. دغه ډله د ۱۹۴۹ م کال د اکتوبر په ۱۳مه نېټه جوړه شوې ده. اوسمهال دغه ډله کابو ۱۳۰ مليونه تنه غړي لري چې عمرونه يې له ۶ کلونو څخه تر ۱۴ کلونو پورې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای