د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په کتمندو کې په يو مېلمستون کې د نيپال د ملي کانګريس ګوند له مشر شير بهادور ديوبا سره ليدنه وکړه.
شي جين پينګ وويل، د نيپال ملي کانګريس ګوند له چين سره لرغونې تاريخي اړيکې لري. دغه ګوند د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم خدمتونه برابر کړي دي او دا به د چينايانو له ياده و نه ځي. چين او نيپال دوست ګاونډي هېوادونه، وروڼه او ملګري دي، هر کوم ګوند که په نيپال کې واکمن وي، چين او نيپال به د ثابتو او دوستانه اړيکو لرونکي وي. د چين کمونېست ګوند هم غواړي له دغه ګوند سره اړيکې ټينګې وساتي او تبادلې او همکارۍ زياتي کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |