د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د نيپال په پلازمينه کتمندو کې د نيپال له صدراعظم خادګا پراساد شارما اولي سره خبرې اترې وکړې.
ښاغلي اولي وويل، چې نپيال د حاکميت او خاورو د بشپړتيا د ساتلو په برخه کې له چين څخه ملاتړ کوي او د يو چين پيژندنې پر اصل ټينګار کوي. نيپال له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې کوم ځواک د نيپال په قلمرو کې د چين د جلا کېدو عملونه کوي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، هر څوک چې غواړي چين جلا کړي، خپل ځان ته به زيان ورسوي او د چين د جلا کېدو په اړه د بهرنيو خواوو هيڅ ناوړه موخه به بريالۍ نه شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |