له نيپال څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دوه ورځنۍ ليدنه د اکتوبر په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېده. ۲۳ کاله وروسته چې د چين د دولت رئيس يو ځل بيا له نيپال څخه ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستيو او همکاريو نوې زمانه پرانيستل شوه.
لومړی، دوه اړخيزې اړيکې نوی مقام نيسي. دوهم، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د پرمختګ له نوي فرصت سره مخامخ دي. د نيپال صدراعظم خادګا پراساد شارما اولي وويل، د چين پرمختګ او سمسورتيا به د نيپال لپاره مهم فرصتونه راوړي. درېيم، د چين او نيپال ترمنځ متقابل سياسي باور لا ټينګ شوی. دواړه هېوادونه به د مرکزي مسئلو په اړه يو له بل څخه دواملرونکی ملاتړ وکړي. رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين به په مداومه توګه د خپلواکۍ، حاکميت او د خاورو د بشپړتيا په برخو کې د نيپال له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې هر څوک چې غواړي چين تجزيه کړي، خپل ځان ته به زيان ورسوي او د چين د تجزيه کېدو په اړه د بهرنيو خواوو هيڅ ناوړه موخه به بريالۍ نه شي. د نيپال صدراعظم اولي وويل، نيپال هيڅکله دې ته اجازه ورنه کوي چې کومه خوا د نيپال په قلمرو کې د چين ضد عملونه تر سره کړي. دا د اقتصاد، بشري کولتور او ولسي ژوند په برخو کې د دواړو هېوادونو د پرمختيايي ستراتيژيو د نښلولو او يو له بل څخه د پرمختيايي تجربو د زده کړې او د مؤثرو همکاريو د تر سره کولو لپاره کلک سياسي اساس ټينګوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |