د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزير مارک ايسپر د اکتوبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوريې په شمالي برخه کې د ترکيې د نظامي عملياتو د حالاتو له مخې حکم ورکړی چې کابو ۱۰۰۰ امريکايي عسکر له دغې سيمې څخه ووځي.
نوموړي وويل، امريکايي عسکر به د خپل امنيت د ساتلو لپاره له دغې سيمې څخه ووځي، خو هغه د عسکرو د وتلو مشخص مهالوېش نه دی په ډاګه کړی او نه ده يې څرګنده کړې چې امريکايي عسکر به له سوريې څخه ووځي او که نه. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |