د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي او ولسمشر حسين روحاني د اکتوبر په ۱۳مه نېټه په جلا جلا توګه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي او د سيمه ييرو حالاتو په باب يې ور سره خبرې اترې کړې دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د خبر له مخې، د عمران خان د دې کتنې موخه د سيمه ييزې سولې او ثبات هڅونه ده. خامنه يي له نوموړي سره په ليدنه کې وويل، د يمن کشالې مخنيوی به پر سيمه ييزو حالاتو مثبته اغېزه وکړي، ايران په دې برخه کې مناسب پلان لري.
د مالوماتو له مخې، له ايراني مشرانو سره په دې ليدنه کې عمران خان وويل، پاکستان هيله لري چې د ايران او سعودي عربستان تر منځ د تضادونو په ګډون سيمه ييزې ستونزې د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې حل شي. پاکستان غواړي چې د خبرو اترو د پرمخبيولو، د پېچلو حالاتو د ښه والي او د سيمه ييز ثبات د هڅونې په باب مثبت رول ولوبوي. هغه زياته کړه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غواړي چې پاکستان د امريکا او ايران تر منځ د خبرو اترو د پيل لپاره رول لوبوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |