CRI Online

د جرمني لومړۍ وزيرې له ترکيې څخه وغوښتل چې سمدلاسه د سوريې په شمال کې خپل پوځي عمليات ختم کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-14 11:02:24

د جرمني لومړۍ وزيرې له ترکيې څخه وغوښتل چې سمدلاسه د سوريې په شمال کې خپل پوځي عمليات ختم کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ټليفوني خبرې وکړې او له نوموړي څخه يې وغوښتل چې سمدلاسه د سوريې په شمال کې خپل پوځي عمليات ختم کړي.

د جرمني د حکومت وياند په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ميرکل د اردوغان په بلنه ورسره ټليفوني خبرې وکړې او و يې ويل، دا مهمه نه ده چې د ترکيې د خونديتوب غوښتنه څه ده، د سوريې په شمال کې د دغه هېواد د پوځي عملياتو له امله به ډېر خلک بې کوره شي، سيمه ييز وضعيت به ناارام شي او په عين وخت کې به داعش بيا ځواکمن شي.

په دې اعلاميه کې راغلي، ميرکل له اردوغان سره د سوريې د ادليب ايالت د اوضاعو او د مديترانې سمندر په ختيځ کې د ترکيې لخوا د طبيعي ګازو د کشف د حالاتو په اړه هم بحثونه وکړل. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای