CRI Online

له جنوبي اسيا څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنې د سيمه ييزې همکارۍ لپاره نوې راتلونکې برابره کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-10-14 16:42:27

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر له يوولسمې نيټې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې په جلا جلا توګه د چين او هند د مشرانو ترمنځ په دوهم غير رسمي ملاقات کې ګډون وکړ او له نيپال څخه يې رسمي ليدنه وکړه.کورنيو او بهرنيو عامه افکارو دغو ليدنو ته ډېره پاملرنه کړې او په دې اند دي چې دغه ليدنې تاريخي اهميت لري.د دې ليدنو د پای پر مهال د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي خبريالانو ته د يادو ليدنو په باب معلومات وړاندې کړل. هغه وويل چې د دې ليدنو محتويات غني دي او ترې ډېرې لاسته راوړنې لري چې له امله يې د چين او هند، د چين او نيپال ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک رامنځته شوی او د جنوبي اسيا له هېوادونو سره د ښخ ګاونډيتوب او دوستۍ د لا ټينګښت لپاره نوی ډګر جوړ او د سيمه ييزې همکارۍ لپاره نوې راتلونکې برابره شوې ده.

وانګ يي وويل چې په ستراتيژۍ کې د لوړ پوړيو مشرانو لارښوونه د چين او هند ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره مهم ضمانت دی.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له هند څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد له صدراعظم نارندرا مودي سره د نظريو ژورې تبادلې وکړې. رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېر مهم او ژور ستراتيژيک اهميت لري.د چين او هند ګډ پرمختګ د دواړو خواوو لپاره سم انتخاب دی او نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو له بنسټيزو ګټو سره بلکې د نړۍ د دايمې سولې او سمسورتيا له اړتياوو سره سمون هم لري.دواړه خواوې بايد پر وخت د سترو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړي، متقابلو کليدي ګټو ته دې درناوی وکړي،متقابل تفاهم دې پياوړی او په پر له پسې توګه دې خپل منځي توپيرونه حل کړي.چين هيله لري چې يوازې ځاني پرمختګ نه بلکې له هند سره ګډ پرمختګ ومومي. د هند صدراعظم نارندرا مودي د رئيس شي جين پينګ ځيرکتيا لرونکي نظرونه وستايل او ويې ويل چې دواړه هېوادونه بايدمتقابلو سترو ګټو ته ډېره پاملرنه وکړي او په اغيزمنه توګه دې خپل منځي توپيرونه حل کړي چې پر کشالو وانه وړي.د دې ترڅنګ دواړه خواوې بايد لانژدې همکاريزو اړيکو ته پرمختګ ور کړي او د هند او چين ترمنځ د اړيکو نوې زمانه دې پيل کړي.

د دواړو هېوادونو مشرانو په ملاقات کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې وستايلې او موافقه يې وکړه چې دغو ګټورو ستراتيژيکې تبادلو ته به دوام ور کړي.د هند صدراعظم نارندرا مودي د رئيس شي جين پينګ بلنه ومنله او نوموړی به به يو ځل بيا چين ته سفر وکړي.

نيپال جنوبي اسيا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر دوهم تمځای دی.وانګ يي وويل چې تر ۲۳ کلن څنډ وروسته له نيپال څخه د چين د دولت رئيس په توګه دا د شي جين پينګ لومړۍ ليدنه وه.رئيس شي جين پينګ له نيپالي مشرانو سره د دوه اړخيزو اړيکو د راتلونکي پرمختګ په هکله پلانونه جوړ کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې د خلکو د ښه ژوند په اړه د شلو همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نسل په نسل دوستۍ د لاټينګښت لپاره روښانه اينده برابره شوې ده.

رئيس شي جين پينګ د نيپال له ولسمشرې ويديا ديوي بهانداري سره په ګډه اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به د همکارۍد پياوړتيا او د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو پر بنسټ د پرمختګ او سمسورتيا پر وړاندې د همکارۍ جامع ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې له جنوبي اسيا څخه د رئيس شي جين پينګ دغه ليدنه د يو لوي هېواد په توګه د چين د ځانګړې ديپلوماسۍ بل برياليتوب دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای