CRI Online

تبصره: د چين نړيواله سوداګري به په مداومه توګه د نړيوال اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-14 20:33:26

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد د سوداګريزې ودې په اړه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړنيو نهو مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو ارزښت ۲۲۹۱۰ مليارډه ژن مين بي يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪2.8 زيات شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالې سوداګرۍ وده مخ په ورو کېدو ده.

په دغو نهو مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو جوړښت لا ښه شوی دی، دغه راز له اروپايي ټولنې او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره د چين د صادراتو او وارداتو په اندازو کې په جلاجلا توګه ٪8.6 او ٪11.5 زياتوالی راغلی دی. دغه راز د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو د چين په سوداګريزه اندازه کې ٪9.5 زياتوالی راغلی چې د چين د نړيوالې سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې يې ٪29 نيولې ده.

د يادونې وړ دا ده چې شخصي تصديو د چين د نړيوالې سوداګريزې ودې لپاره مهم رول لوبولی دی. د روان کال په لومړنيو نهو مياشتو کې د چين د شخصي تصديو د صادراتو او وارداتو ارزښت 9690 مليارډه ژن مين بي يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪10.4 زيات دی او د دغه هېواد د نړيوالې سوداګرۍ په حجم کې ٪42.3 نيسي.

برسيره پردې په دغو نهو مياشتو کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز ارزښت 2750 مليارډه ژن مين بي يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪10.3 راټيټ شوی، له دې څخه څرګنديږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز اصطکاک د دواړو هېوادونو نړيوالې سوداګرۍ له فشارونو سره مخې کړې دي او ګډې همکارۍ د دواړو خواوو لپاره د دغو فشارونو د لرې کولو تر ټولو ښه انتخاب دی.

اوسمهال د نړيوالې اقتصادي ودې پر وړاندې ډېر نامعلوم عوامل موجود دي او د نړۍ لوی اقتصادونه په مختلفو اندازو له فشارونو سره مخامخ دي، خو د چين بهرنۍ سوداګرۍ لاهم په چټکه توګه پرمختګ کړی او په مداومه توګه به د نړيوال اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای