د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر ديميتري پيسکوف د اکتوبر په ۱۴مه نېټه وويل، چې روسيې له ترکيې سره د سوريې د حالاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او له هغو کړنو سره يې مخالفت ښودلی چې د سوريې د حالاتو د ترينګلتيا سبب کيږي.
د روسيې خبري رسنيو د نوموړي په قول خبر ورکړی چې د سوريې د حالاتو په اړه د روسيې او ترکيې ترمنځ تګ راتګ روان دی او د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ ارتباط ساتل شوی دی. کله چې ترکيې د سوريې په شمال کې پوځي عمليات پيل کړي، د روسيې د بېلا بېلو کچو چارواکو څرګنده کړې چې د داسې کړنو د رامنځته کېدو هيله نه لري چې د سوريې مسئلې د سياسي حل پر جريان اغېز وکړي او يا يې مخې ته خنډونه جوړ کړي او يا د دغه هېواد کړکېچن حالات لا پسې ترينګلي کړي. پيسکوف وويل، چې د روسيې ياد دريځ نه دی بدل شوی.
نوموړي د هغه خبر په اړه له تبصرې ډډه وکړه چې په سوريه کې کردي وسلوالو له حکومت سره تړون لاسليک کړی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |