CRI Online

د سوريې خبري رسنۍ: د سوريې حکومتي پوځ د دغه هېواد مهم ښار منبج ونيوه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 10:39:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې اژانس د اکتوبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومتي پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد په شمالي برخه کې مهم ښار منبج ونيوه چې پخوا د سوريې د کرد وسله والو په لارښوونې سره د سوريې ډيموکراتيک پوځ تر کنترول لاندې و.

مبنج ښار د دغه هېواد په شمالي برخه کې د اليپو ايالت په شمال ختيځه برخه کې پروت دی او ترکيې ته نژدې دی.

د ترکيې خبري رسنيو د اکتوبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد پوځ د سوريې د جارابلوس له سيمې څخه منبج ته د ورتګ په حال کې دی او د ترکيې د توپونو ځواک به د ياد پوځ لپاره مقادماتي ملاتړ وړاندې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای