سينهوا اژانس د فلسطين د امنيتي ادارې د چارواکي په قول خبر ورکړی چې د اسرائيلو پوليسو د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د فلسطين د بيت المقدس والي عدنان غيت نيولی دی.
نوموړي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې والي عدنان غيت په خپل کور کې د اسرائيلو د پوليسو لخوا نيول شوی دی. فلسطين د اسرائيلو پر دغه عمل سخته نيوکه کړې. د فلسطين د بيت القمدس د چارو وزير په همدې ورځ وويل، چې د اسرائيلو د دغه عمل موخه د ختيځ بيت القمدس لا کلک نيول دي. هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې پر بشري حقوقو او نړيوال قانون د اسرائيلو د تيري کولو مخه ونيسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |