CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان امريکا ته پر اروپايي ټولنې د انتقامي سوداګريز تدبير د نيولو صلاحيت ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 11:35:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سوداګريزو شخړو د حل ارګان د اکتوبر په څوارلسمه نېټه په ژنيو کې په يوه غونډه کې د ايربس د مرستندويه پيسو د قضيې له هغه حکم سره موافقه وکړه چې له مخې يې امريکا ته پر اروپايي ټولنې د سوداګريز انتقامي تدبير د نيولو صلاحيت ورکړل شوی دی.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اکتوبر په دوهمه نېټه پريکړه وکړه چې ځکه اروپايي ټولنې او د دې ټولنې ځينو غړو هېوادونو اړوند حکمونه نه دي پلي کړي او ايربس شرکت ته يې مرستندويه پيسې ورکړي دي، نو امريکا به صلاحيت ولري چې هر کال د ۷ مليارډو او ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د اروپايي ټولنې له صادراتي مالونو او خدمتونو څخه زيات ګمرکي ماليات واخلي.

د امريکا د سوداګرۍ د استازو دفتر پلان لري چې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه پر اروپايي ټولنې د صادراتي تعرفې د زياتوالي پاليسي عملي کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای