CRI Online

د چين د غلودانو بازار به نور هم پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 15:11:04
د چين د غلودانو بازار به نور هم پرانيستل شي

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد د غلودانو امنيت په نوم سپين کتاب خپور کړ. دا تر ۱۹۹۶ کال وروسته د غلودانو امنيت په اړه د چين حکومت لخوا خپور شوی دوهم سپين کتاب دی.

د چين د غلودانو او خوراکي توکو د زېرمې ادارې مشر جانګ وو فنګ په همدې ورځ په بېجينګ کې وويل، د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې، دغه هېواد تل د خلکو د لومړنيو اړتياوو پوره کولو ته لومړيتوب ورکړی او کوي يې. د چين د غلودانو امنيت په نوم سپين کتاب کې له ډېرو شمېرو او واقعيتونو څخه ښکاري چې چينايانو د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې په زياتو کوښښونو او زحمتونو سره غلودانو ته د وګړيو اړتياوې پوره کړې دي. چين نه يوازې په خپل هېواد کې د نږدې 1.4 مليارډو خلکو د خوړو ستونزه پوره کړې، بلکې د وګړيو د ژوند او غذا سويه يې په څرګنده توګه لوړه کړې ده. ويل کېږي چې چين د غلودانو امنيت په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين د غلودانو او خوراکي توکو د زېرمې ادارې مشر جانګ وو فنګ وويل

((چين د نړۍ د نهه سلنې کروندې او شپږ سلنې څښاک اوبو په لرلو سره د نړۍ د شل سلنې خلکو د خوړو ستونزه ليرې کړي، چينايانو د ژوند بنسټيزې اړتياوې پوره کړي او اوس شتمن ژوند لري. چين نه يوازې د خپلو غلودانو امنيت ساتلی، بلکې د نړۍ د غلودانو امنيت د ساتلو لپاره يې هم فعال رول لوبولی دی. ))

ښاغلي جانګ وو فنګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس د چين د غلودانو امنيتي حالت په تاريخ کې تر ټولو ښه دی. له ۲۰۰۴ کال راهيسې يعنې په تېرو مسلسلو ۱۵ کلونو کې په چين کې د غلودانو ښه حاصيلات تر لاسه شوي، سږ کال ښايي د غلودانو توليدي اندازه يو ځل بيا له شپږ سوو پنځوسو مليارډو کيلوګرامو څخه واوړي. له ډېرو کلونو راهيسې د چين د غلودانو په بازار کې کافي عرضه ساتل شوې او د غلودانو د زېرمې او ليږدونې سيستم د بشپړېدو په حال کې دی.

د چين د غلودانو امنيت په نوم د سپين کتاب په خاصه برخه کې د غلودانو امنيت په ساحه کې د ورخلاصون او نړيوالې همکارۍ په اړه مالومات بيان شوي دي. ښاغلي جانګ وو فنګ وويل چې دغه سپين کتاب ښيي چې چين په فعاله توګه د نړۍ د غلودانو امنيت ساتلی او د يو لوی هېواد په توګه يې خپله دنده ترسره کړې ده. هغه وويل

((د چين حکومت په فعاله توګه د ازادې سوداګرۍ اصول تطبيق کړي او د نړۍ د غلودانو امنيت د ساتنې لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي. يوه خوا يې خپل ورخلاصون لا پرخ کړی، د زراعت اړوندو وارداتي توليداتو د وارداتو د ويشلو انډول او جواز په شمول د غيرګمرکي تعرفو يو لړ تدبيرونه يې لغوه کړي دي. بله خوا يې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې، د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په چوکاټ کې د نړۍ د غلودانو امنيت په کارونو کې فعال ګډون او د نړيوالې ټولنې د غلودانو د بېړنۍ مرستې په پروژو کې د خپل توان له مخې ګډون کړی دی. ))

د چين د علومو اکاډمۍ د کليو د پرمختګ د څېړنې ادارې څېړونکي لي ګوه شيانګ وايي، د چين د غلودانو بازار د لا نور خلاصېدو په حال کې دی.

((ډېر هېوادونه هيله من دي چې چين د زراعتي توليداتو بازار لا نور خلاص کړي، چين هم په دې برخه کې خپلې ژمنې پوره کوي. اوس د چين په دننه کې د ډېرو زياتو ډولونو د زراعتي توليداتو بازارونه خلاص شوي دي. برسيره پر دې، چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې تر ګډون وروسته د وارداتو تعرفې تر ډېرې اندازې پورې ټيټې کړې، په عين وخت کې چين ته د زراعت د وارداتي توليداتو د څارنې او نظارت ګامونه لغوه شوي. ويل کېږي چې د چين د غلودانو بازار په لا خلاصېدو سره به د ازادې سوداګرۍ پرمختګ لا ګړندی شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای