CRI Online

د چين د وارداتي توليداتو د دوهم نړيوال نندارتون مقادماتي کارونه روان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 14:14:47

د چين د وارداتي توليداتو دوهم نړيوال نندارتون به د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې تر سره شي. اوسمهال د دغه نندارتون مقادماتي کارونه په کليدي او وروستي پړاو کې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به د تصديو او سوداګريو په اړه اووه برخې شتون ولري. د تجهيزاتو د ودانۍ مساحت يې کابو ۶۰ زره مربع متره دی او څه باندې ۳۰۰ تصدۍ به پکې ګډون وکړي. د ښه کيفيت لرونکو توليداتو د ودانۍ مساحت يې کابو ۶۳ زره مربع متره دی او د ۸۶ هېوادونو او سيمو څه باندې ۸۸۰ تصدۍ به پکې برخه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای