CRI Online

حسن روحاني: د ايران له ګټو سره سمون خوړل به د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل لپاره کليدي ټکی وي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 14:44:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې وويل، د ايران له ګټو سره سمون خوړل به د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل لپاره کليدي ټکی وي او د دغو خبرو اترو بيا پيل به په دې پوړې اړه ونه لري چې د امريکا ولسمشر څوک وي.

نوموړي وويل، که امريکا پر ايران باندې لګول شوي بنديزونه لغوه کړي، ايران به نيت وښيي چې د ايران د ذروي تړون په چوکاټ کې د ذروي مسئلې په اړه خبرې اترې بيا پيل کړي. دغه خبرې اترې بايد د ايران له ګټو سره سمون وخوري او د دغو خبرو اترو بيا پيل به د امريکا د ولسمشر په مقابل کې د مواخذې په مرحلې او يا په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو پورې اړه ونه لري. که ډونالډ ټرمپ او يا بل کس د امريکا ولسمشر وي، د ايران ياد دريځ به بدل نه شي.

نوموړي د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو د يادونې په وخت وويل، ايران غواړي د ډيالوګ له لارې له سعودي سره د توپيرونو د ليرې کولو لپاره کوښښ وکړي. د هغې پېښې په مناسبت تحقيقات روان دي چې د ايران نفت وړونکې بيړۍ سعودي ته نژدې د سور سمندر په قلمرو کې له بريد سره مخامخ شوه، او د بريدګرو حيثيت نه دی تائيد شوی . (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای