CRI Online

امريکا پر ترکيې بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 16:02:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه وويل، چې د سوريې په شمال کې د ترکيې نظامي عمليات د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره خطر دی، نو امريکا پر ترکيې بنديزونه لګولي او له ترکيې څخه يې غوښتنه کړې چې سمدلاسه اړوند پوځي عمليات بند کړي.

ټرمپ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ترکيې نظامي عملياتو د داعش پر وړاندې د مبارزې عمليات ويجاړ او ټکني کړي، د عامو خلکو امنيت او سيمه ييز ثبات او د امريکا ملي امنيت او ډيپلوماتيکو تګلارو ته يې خطرونه رسولي، نو ځکه يې د امريکا حکومت ته پر ترکيې د بنديزونو د لګولو صلاحيت ورکړ.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ د ترکيې د دفاع، انرژۍ او طبيعي سرچينو پر وزارتونو او د نوموړو وزارتونو او د کورنيو چارو وزارت پر وزيرانو بنديزونه ولګول.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای