CRI Online

په ګوانګ جو کې د چين د وارداتي او صادراتي توليداتو د ۱۲۶مې دورې نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 16:09:33

د چين د وارداتي او صادراتي توليداتو د ۱۲۶مې دورې نندارتون د اکتوبر په پنځلسمه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو. په دې نندراتون کې د هغو ګډونوالو شرکتونو شمېر څه باندې ۲۵ زره دی چې د توليداتو ډولونه يې تر ۱۶۰ زرو زيات دي او د نويو توليداتو انډول يې له ٪۳۰ څخه اوښتی دی.

د معلوماتو له مخې، د روانې دورې د نندارتون مساحت ۲۰ زره متره مربع او د غرفو شمېر ۹۹۸ دی. د ۳۸ هېوادونو او سيمو ۶۴۲ شرکتونهپه دغه نندارتون کې ګډون لري چې ٪۶۰ برخه يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پراتو هېوادونو هېوادونو او سيمو شرکتونه دي. د ترکيې، مصر،هند او پاکستان برقي توليدات نندارې ته ښودل شوي دي.

د چين د وارداتي او صادراتي توليداتو نندارتون په لومړي ځل د ۱۹۵۷ کال په پسرلي کې جوړ شو او په چين کې تر ټولو لوی جامع نړيوال سوداګريز نندارتون دی چې د تاريخ، پيمانې، د توليداتو د ډولونو او د ګډونوالو سوداګرو په برخو کې لومړی مقام لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای