CRI Online

چين له ترکيې څخه وغوښتل چې پوځي عمليات وځنډوي او مسئله له سياسي لارې حل کړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 18:42:30

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين له ترکيې څخه غوښتنه کړې چې پوځي عمليات وځنډوي او مسئله له سياسي لارې حل کړي.

نوموړي وويل، چين تل له دې څخه مخالفت کوي چې په نړيوالو اړيکو کې دې زور زياتی استعمال شي، بېلابېلې خواوې بايد د م م د منشور او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو له مخې او د نړيوال قانون په چوکاټ کې دې مسئله له سياسي لارې حل کړي. د سوريې ملي حاکميت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا احترام او ساتنه دې وشي. موږ له ترکيې څخه غواړو چې پوځي عمليات وځنډوي او مسئله له سياسي لارې حل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای