د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ تجارتي تړون به ډېر مهم اهميت ولري، چې د چين، امريکا او نړۍ لپاره او د تجارت او سولې لپاره به ګټور وي.
د چين او امريکا ترمنځ د ۱۳مې دورې لوړ پوړې تجارتي سلامشوره په دې وروستيو ورځو کې په واشنګټن کې تر سره شوه. امريکا دا څرګنده کړه چې دواړو خواوو د لومړۍ مرحلې واقعي تړون تر لاسه کړی. چين وويل چې دواړو خواوو په ځينو برخو کې واقعي پرمختګ موندلی دی او دا موافقه شوې چې د وروستي تړون په لوري دې هڅه وکړي.
نوموړي وويل، د امريکا خبرې زموږ له معلوم شوي حالت سره سمون لري، د تجارتي تړون د جوړونې په برخه کې دواړه خواوې موافقه لري. دغه تجارتي تړون به ډېر مهم اهميت ولري، چې د چين، امريکا او نړۍ لپاره او د تجارت او سولې لپاره به ګټور وي.(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |