CRI Online

چين تل د نړيوالو غلو دانو د امنيت په ساتنه کې فعال رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 20:08:49

د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن ((چين تل د نړيوالو غلو دانو د امنيت په ساتنه کې فعال رول لوبوي)) ليکنه خپره کړه.

دغه ليکنه د (( د چين د غلو دانو د امنيت سپين کتاب )) پر بنسټ د دغه هېواد د غلو دانو د امنيت ستراتيژي، د نړيوالو غلو دانو د امنيت په ساتنه کې او د نړۍ د ګډ پرمختګ په موندلو کې د چين فعال رول پېژندګلوي کوي.

په دې ليکنه کې دا راغلي چې د چين ۱ مليارد او ۴۰۰ ميليونه کسان نه يوازې د نړيوالو غلو دانو د امنيت لپاره فشار او ګواښ نه دي، بلکې د محدودو سرچينو له لارې د نړۍ د تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد د غلو دانو امنيت يې ساتلی دی. چين يو پرمختيايي هېواد دی چې نفوس يې د نړۍ يو پنځمه برخه ده، خوړو ته د خپلو خلکو د اړتيا پوره کول د نړۍ لپاره لوی خدمت دی. خو په خپل پرمختګ سره چين هم ورخلاصون او نړيوالې همکارۍ زياتې کړې او د نړيوالو غلو دانو د امنيت لپاره يې فعال خدمت کړی دی. دا څرګندوي چې په نړۍ کې د لوږې د مسئلې په حل کې چين د لوی هېواد مسئوليت او کړنه تر سره کړې ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای