د چين او امريکا ترمنځ لوړ پوړې تجارتي سلامشوره په دې وروستيو ورځو کې په واشنګټن کې تر سره شوه. دواړو خواوو د زراعت، د پوهنې د ملکيت حق د ساتنې، د تبادلې ارزښت، د پولي خدمت، د تجارتي همکاريو د پراختيا، د تخنيک د انتقال او د شخړو د حل په برخو کې واقعي پرمختګ موندلی دی او د راتلونکې سلامشورې په اړه يې هم بحث وکړ. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د آخري تړون د جوړونې په لوري ګډه هڅه وکړي. امريکا هم دغه نظر منلی چې د دغې سلامشورې د لومړۍ مرحلې واقعي بريا تر لاسه شوې ده، او هيله ده چې دواړه خواوې ژر تر ژره د لومړۍ مرحلې د تړون متن تائيد کړي او راتلونکې سلامشورې ته وده ورکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |