د چين د ګوانګ دونګ ولايتي حکومت مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۱۵ مه نېټه په خپله يوه مطبوعاتي غونډه کې خبري رسنيو ته "د يو ويشتمې پېړۍ لپاره د سمندري ورېښمو لارې "د نړيوالو نشراتو درېيم فورم د تشکيلاتي چارو په اړه معلومات ورکړل.
ياد فورم پخوا دوه ځلې ترسره شوی و او راتلونکې دوره به يې د پخوا په څېر د چين د مرکزي راډيو او تلو يزيون عمومي ستېشن او د ګوانګ دونګ ولايتي حکومت په کوربتوب د اکتوبر له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۳ مې نېټې پورې د دغه ولايت په جو های ښار کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، په دغه فورم کې به څه باندې ۳۰۰ کورني او بهرني مېلمانه ګډون ولري او د چين په ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو کې د جوړې شوې لويې بندري سيمې او د ورېښمو سمندري لارې د ابادولو پر چارو باندې به تمرکز وکړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |