د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په سوريې کې د کردي وسله والو سياسي نماينده ګۍ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سوريې په شمالي برخه کې د ترکيې د پوځي عملياتو له امله د ۷۰ زره ماشومانو په شمول کابو ۲۷۵ زره کسان بې کوره شوي دي.
په دغه اعلاميه کې ليکل شوي چې زياتره بې کوره کسان د سوريې په شمال ختيځه برخه کې د حسکې او په شمالي برخه کې د الراقې دي. څرنګه چې بشري مرستې کمې دي، نو زياترو سازمانونو په دغو ځايونو کې له مرستندويه عملونو څخه لاس اخيستلی چې له امله يې زيات بې کوره کسان په واټونو کې اوسېږي او يا په لنډ مهالي توګه په مکتبونو کې ميشت شوي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |