د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق ولسمشر برهم صالح د هېواد په زياتو ځايونو کې د لاريونونو او د ترينګلو حالاتو د مخنيوي لپاره د اکتوبر په پنځلسمه نېټه غوښتنه وکړه چې د اصلاحاتو په اړه ملي خبرو اترو دې تر سره او د ټولټاکنو قانون دې تعديل شي.
د عراق د ولسمشرۍ دفتر د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې صالح په همدې ورځ د م م، د عراق د ټولټاکنو ارګانونو او خبري رسنيو له استازو سره وکتل. صالح وويل، عراق اصلاحاتو ته اړتيا لري، تر څو پر حکومت د خلکو باور اعاده شي. په دې اعلاميه کې راغلي چې صالح د ملي خبرو اترو د پيل غوښتنه کوي او موخه يې د دولتي ادارې په سيستم کې د نابرابرۍ مسئلې حل او د خلکو ازاد او آبرومندانه ژوند دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |