د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد مرستيال ولسمشر مايک پنس به د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د يو هئيت په مشرۍ له ترکيې څخه ليدنه وکړي، څو د سوريې په شمالي برخه کې اوربند رامنځته شي.
د مرستيال ولسمشر مايک پنس دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ښاغلی پنس به په ۱۶مه نېټه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په استازيتوب ترکيې ته سفر وکړي، څو د ترکيې او د سوريې د کردي وسله والو ترمنځ اوربند رامنځته شي او خبرې اترې پيل شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د ملي امنيت په اړه د ولسمشر سلاکار اوبرين او د سوريې مسئلې په اړه د امريکا ځانګړی استازی جيفري به د ده په ملګرتيا سره ترکيې ته سفر وکړي.
په دغه اعلاميه کې ليکل شوي چې ښاغلی پنس به د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره خبرې اترې وکړي. امريکا به د نوې تګلارې له رامنځته کېدو مخکې پر ترکيې باندې اقتصادي بنديز کولو ته دوام ورکړي. امريکا به د دې سيمې د ثبات او د عامو وګړيو د امنيت د ساتلو او د داعش وسله والو د بندي کولو لپاره دواملرونکې هڅې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |