CRI Online

چين د بهرنيو بانکونو او د بيمو د بهرنيو شرکتونو د ادارې مقررات تعديل کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-16 14:38:12

د چين د دولتي شورا د اکتوبر په پنځلسمه نېټه پرېکړه وکړه چې د بهرنيو بانکونو او د بيمو د بهرنيو شرکتونو د ادارې په هکله به خپل مقررات تعديل کړي او د بيمو او بانکونو چارو د لا ورخلاصون لپاره به لا ښه قانوني ضمانت برابر کړي.

د چين دولتي شورا په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کالونو کې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون ژمنې د پوره کولو لپاره ياد مقررات جوړ او خپاره کړل.

د چين د بانکونو او بيمو د نظارت او ادارې کميټې مدافع وکيل ليو فو شو د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په جوړې شوې خبري ناستې کې وويل چې دا ځل به د نوموړو مقرراتو ځينۍ برخې تعديل شوې چې موخه يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا د اړوندو تکلارو او د پولي چارو د ورخلاصون په موخه د خپاره شويو تدبيرونو پلی کول او د بانکونو او بيمو چارو د ورخلاصون د پراخوالي لپاره د لاښه قانوني ضمانت برابرول دي. د چين حکومت به په عمده توګه په څلورو برخوکې د بهرنيو بانکونو د ادارې مقررات تعديل کړي. هغه وويل،لومړی به چيني پولي بازار ته د هغو برخه والو د داخلېدو شرايط کم شي چې غواړي بهرني بانکونه جوړ کړي.د دې ترڅنګ چيني پولي بازار ته د هغو بهرنيو بانکونو د ننوتلو شرايط هم کم شي چې غواړي په چين کې فرعي څانګې جوړې کړي.دوهم په چين کې به د هغو بهرنيو بانکونو محدوديت کم شي چې غواړي په يو وخت کې همکاريز بانکونه او فرعي څانګې جوړې کړي.درېيم په پولي کارونو کې به د بهرنيو بانکونو محدوديت کم شي. څلورم د بهرنيو بانکونو د فرعي څانګو د اداري پيسو څارنه به تنظيم شي.

د چين د بانکونو او بيمو د نظارت او ادارې کميټې مدافع وکيل ليو فو شيو زياته کړه چې د دوو مقرراتو له تعديلېدو سره چين ته د بهرنيو بانکونو او د بيمو د بهرنيو شرکتونو د داخلېدو شرايط کم شوي او د بهرنيو بانکونو د موجوديت سوداګريز شکلونه زيات شوي دي او اوس په چين کې د يادو بانکونو او د بيمو د بهرنيو شرکتونو د جوړېدو او ادارې لپاره لا ښه چاپيريال برابر شوی دی او لازيات بهرني پولي ارګانونه به راجلب کړي. هغه وويل،د بېلګې په توګه د بهرنيو بانکونو د جوړونکو د دارايو محدوديت او د بيمو د بهرنيو شرکتونو هغه شرط به چې پانګه وال بايد دېرش کلنې تجربې ولري، لغوه شي .د دې ترڅنګ د چين حکومت به په چين کې د لازياتو بهرنيو پولي ارګانونو د جوړولو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي. مونږ د مساوات او متقابلو ګټو پر بنسټ د لازياتو بهرنيو پولي ارګانونو د جوړېدو هر کلی کوو او پولي بازار ته به ډېر توليدات او خدمتونه برابر کړو او د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د پولي اړتياوو د پوره کولو لپاره ښې چارې تر سره کړو.

ليو فو شو وويل چې متقابلې ګټې او ګډ برياليتوبونه د يادو مقرراتو د تعديلولو مهم اصول دي . نو چين تل د قانون د جوړولو په برخه کې د بهرنيانو او چينايانو پر وړاندې پر هغو اصولو ټينګار کړی چې له مسلکي ، دولتي او بهرنيو سرمايو لرونکو سره به په بې توپيري رويه چلند کوي.اړوند شرکتونه او شخصيتونه له بې توپيري اصولو سره سم همکارۍ او سيالۍ کوي تر څو ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي.د چين د بانکونو او بيمو د څارنې کميټې به په راتلونکي ګام کې د بهرنيو بانکونو او د بيمو د بهرنيو شرکتونو د اداري مقرراتو د پلي کولو د قاعدو په شمول اړوند نظامونه جوړ کړي تر څو د چين د ورخلاصون لپاره د نظامونو سيستم لا بشپړ شي.

د خبر له مخې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له ګډون راهيسې په دې هېواد کې د بهرنيو بانکونو او د بيمو د بهرنيو شرکتونو شمېر په ثابت ډول زيات شوی دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای