CRI Online

امنيت شورا د سوريې د شمال ختيځې سيمې حالاتو ته پام وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-10-17 10:58:29

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د سوريې د شمال ختيځې سيمې د حالاتو په باب سلا مشوره وکړه او په دې ترڅ کې يې د منځني ختيځ، اسيا او د ارام سمندري سيمې په باب د سرمنشي نايب محمد خالد خياري او د بشر پالنې په باب د مرستيال سرمنشي مارک لوکوک راپورونه واورېدل شول. د امنيت شورا غړو هېوادونو د سوريې د شمال ختيځې سيمې د حالاتو او په سوريه کې د ترکيې د پوځي عملياتو په باب د نظريو تبادلې وکړې. د امنيت شورا نوبتي رئيس او په م م کې د جنوبي افريقا دايمي استازي جيري ماتجيلا له دې فورم وروسته د رئيسه تبصرې په خپرولو سره وويل، د امنيت شورا غړي هېوادونه د سوريې په شمال ختيځ کې د ترهګريزو وسله والو د تښتېدو خطر او په دې هېواد کې د بشر حالاتو د لا سختېدو شونتيا ته ژوره پاملرنه کوي.

په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون وويل، چين په نړيوالو اړيکو کې له پوځي لاسوهنو سره مخالفت کوي او دا نظر لري چې اړوندې خواوې دې په جدي ډول د م م د منشور، اصولو او د نړيوالو اړيکو په باب بنسټيز اصول مراعات کړي، د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې په سياسي او ديپلوماتيکه لاره اړوندې مسئلې دې حل کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای