د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ګير پديرسن د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د دې هېواد په پلازمينه دمشق کې وويل، م م د سوريې په شمال کې د وضعيت په اړه اندېښمن دي، خو هغه د سوريې له حکومت سره موافقه کړې ده چې د دې هېواد د اساسي قانون د کمېسيون لومړۍ غونډه به د روانې مياشتې تر پايه پورې ترسره شي.
ګير پديرسن د سوريې له مرستيال لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير واليدالمعلم سره تر کتنې وروسته وويل، بايد دا ضمانت وشي چې د سوريې په شمال کې پوځي عمليات به د دغه هېواد حاکميت، خپلواکۍ او د خاورې بشپړتيا ته ګواښ نه رسوي. نوموړي وويل، هغه د اساسي قانون د کمېسيون د تشکيلاتي کارونو په هکله د سوريې له حکومت او د حکومت له مخالفينو سره په اغېزمنه توګه خبرې اترې کړې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |