د تايلند د پوځ ستر قوماندان ډګر جنرال پورنپنپت بنسری څو ورځې مخکې په بنکاک کې ويلي وو، د تايلند پوځ د سرتيريو سپورټي لوبو ته ډېره پاملرنه کوي، هيله لرم چې د چين په وو هان ښار کې د پوځيانو د اوومې دورې نړيوالو لوبو په وسيله د دغه هېواد او د بېلا بېلو هېوادونو د پوځونو ترمنځ دوستي لا ژوره شي، د تايلند او د پوځ او سپورت د نړيوالې شورا ترمنځ اړيکې لا نږدې شي.
د تايلند د کوم چد لويک خبري ويبپاڼې د خبر له مخې، پورنپنپت بنسری يادو نړيوالو لوبو ته د تايلند د پوځي لوبغاړو له خوځېدو مخکې يادې څرګندونې وکړې او و يې ويل، د پوځيانو د نړيوالو لوبو د جوړېدو اصول چې د سپورټ له لارې دوستي خپرول دي. د تايلند پوځيان بايد دغه اصول ښه تطبيق کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |