CRI Online

د چين د بايي په نوم د واليبال ښځينه ټيم په نړيوالو پوځي سپورتي لوبو کې بريالی شو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-17 17:45:42

د اوومې دورې د نړيوالو پوځي سپورتي لوبو د واليبال د ښځينه ټيمونو انتخابي مسابقه د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د چين د وو هان ښار د جيانګ هان پوهنتون په سپورتی ميدان کې پرانيستل شوه. د يوان شين يوو په مشرۍ د چين د بايي په نوم د واليبال ښځينه ټيم په دې مسابقه کې د صفر په مقابل کې په دريوامتيازونو امريکايي ټيم ته ماتی ور کړه او د چيني پلاوي لپاره يې لومړی برياليتوب تر لاسه کړ.

(لومړی اواز............) د څو زرو کتونکو په ليدو سره د چين د بايي د واليبال ښځينه ټيم د مسابقې په دريو پړاوونو کې په جلا جلا توګه د لسو، نهو او شپاړلسو په مقابل کې په ۲۵ امتيازونو سره امريکايي ټيم ته ماتې ور کړ.په دې مسابقه کې د چين ياد ټيم ډېر ښه غوره والي ښودلی او لوبغاړو يوان شين يوو، ليو يان هان او لي اينګ اينګ ډېرې نمرې ګټلې دي. تر دې وروسته د چين د بايي د واليبال ښځينه ټيم کليدي لوبغاړې يوان شين يوو وويل چې که څه هم د واليبال امريکايي ټيم ته مو ماتې ور کړی، خو وروسته به لاهم خپل سپورټي حالت ښه تنظيم کړو. هغې وويل، ټول ټيم لا له خپل سپورټي حالاتو سره د عادي کېدو په حال کې دی.نو هيله لرم چې خپل بدني حالت به په ښه توګه تنظيم کړم او وروسته به د لاښې نمرې د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړم.

دوه اوونۍ دمخه د چين د واليبال دولتي ښځينه ټيم په جاپان کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د واليبال په نړيوالې سيالۍ کې قهرماني تر لاسه کړه.د چين د بايي د واليبال ښځينه ټيم روزونکې وو شياو جيانګ وويل چې د يوان شين يوو، ليو يان هان او لي اينګ اينګ په شمول د چين د واليبال دولتي ټيم دريو لوبغاړو زمونږ د ټيم د نورو غړو په پرتله په ياده مسابقه کې نمونې ګرځېدلې دي. هغې وويل (اواز.......)زمونږ د ټيم لوبغاړي يو له بل سره بلدتيا نه لري،نو په دې مسابقه کې يې همکارۍ ښې نه وې. خو ځاني توان يې پياوړی دي.يوان شين يوو په نړيوالو سياليو کې د ليدو وړ نمرې ګټلې وې. نو اوس زمونږ د ټيم کليدي برخه ګرځېدلې ده.ياد درې لوبغاړي تل سپورټي روحيه ښيي او د دوی سپورټي مهارتونه زموږ له ټيم سره ډېرې مرستې کوي.

د ياد ټيم لوبغاړي ليو يان هان په دغه مسابقه کې نوی ځای درلود. هغې وويل چې له نوي ځای سره عادي کېدو ته اړتيا لرم او د ټول ټيم سپورټي حالات بايد تنظيم شي. هغې وويل، ښايي د ټيم له اوسني ځای سره عادي نه شم، خو زما په اند په دغه مسابقه کې زما حرکتونه له اټکل څخه وتلي دي. نور لوبغاړو يو له بل سره هم ښې همکارۍ وکړې او سپورټي توان يې پياوړی دي.نو ځکه امريکايي ټيم ته مو ماتی ور کړه.

که څه هم د چين د بايي د واليبال ښځينه ټيم د صفر په مقابل کې په دريو امتيازونو امريکايي ټيم ته ماتې ور کړه او د مهارتونو سويه يې د امريکايي ټيم په پرتله لوړه ده. خو دا د پاملرنې وړ ده چې د دغې مسابقې په درېيم پړاو کې چيني ټيم ډېرې تېروتنې وکړې چې له امله يې په دې پړاو کې امريکايي ټيم په لنډمهالي توګه د ښو نمرو درلودلو په حال کې و.د دې ټيم روزونکې وو شياو جيانګ وويل مونږ بايد خپلو تېروتنو ته بايد په جدي توګه وګورو چې دا يو ښه کار دی. هغې وويل، زما په اند زموږ ټيم په مسابقو او سياليو کې له ستونزو او مسئلو سره مخ کيږو چې دا عادي کار دی. په دا ډول مسابقې کې له ستونزو او مسئلو سره مخ کيږو او تېروتنې کيږي چې دا يو عادي کار دی. خو مونږ هيله لرو چې زمونږ د ټيم د لوبغاړو د توان د پياوړتيا له لارې اوسنی حالت بدل کړو او په سياليو او مسابقو کې د برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای