د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د کمېسيون رئيس جين جونکير د اکتوبر په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په باب د دې ټولنې او د بريتانيا حکومت تر منځ تړون لاسليک شوی دی.
جونکير په همدې ورځ په ټويټر کې وويل، دغه تړون د اروپايي ټولنې او بريتانيا لپاره يو عادلانه او برابر تړون دی چې له دې تړون څخه څرګندېږي چې موږ د اوسنۍ مسئلې د حل و فصل لپاره خپله ژمنه ادا کړې ده.
د اروپايي ټولنې کمېسيون د دې ټولنې اجرائيه مؤسسه ده. د اروپايي ټولنې د ۲۸غړو هېوادونو مشرانو د اکتوبر د ۱۷مې نېټې له غرمې وروسته په بروکسيل کې دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه پيل کړه، جونکير له دغو مشرانو څخه وغوښتل چې په سرمشريزه غونډه کې دې د دې تړون ملاتړ وکړي. برسيره پر دې، دغه تړون دې د اروپايي پارلمان او د بريتانيا د پارلمان لخوا د تصويبېدو وروسته نافذ شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |